سیمه

په یمن کې سختې نښتې؛ د سره سمندرګي په ساحلي سیمو کې د انصارالله غورځنګ په عملیاتو کې ۱۲۹ کسان وژل شوي

د یمن د انصارالله غورځنګ د ساحلي سیمو په پراخو عملیاتو کې د سعودي عربستان په ملاتړ د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا (PLC) د مورچلو پر ضد د اقدام او د ستراتیژیک باب‌المندب تنګي پر لور د پرمختګ په موخه، د نښتو د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۹ تنو ته رسېدلی دی.

نښتې د پنجشنبې په ورځ د سره سمندرګي ته نږدې په ساحلي سیمو کې د انصارالله غورځنګ د ځمکنیو عملیاتو، راکټي بریدونو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له پیل وروسته رامنځته شوې. انصارالله دغه اقدامات د فلسطین په ملاتړ او د سیمه‌ییزو ګواښونو پر وړاندې د خپل دریځ په چوکاټ کې ترسره کوي.

پوځي سرچینو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د عملیاتو موخه د سعودي عربستان په ملاتړ د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا (PLC) له خوا د مخا بندر ته د تګ راتګ مسیر پرې کول او د باب‌المندب تنګي ته نږدې سیمو ته پرمختګ دی؛ هغه سیمه چې د نړۍ له مهمو سمندري سوداګریزو لارو څخه ګڼل کېږي.

د پوځي سرچینو او سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، د انصارالله غورځنګ د سره سمندرګي او د تعز ښار ته نږدې د سعودي عربستان په ملاتړ د ځواکونو د مورچلو پر سر پرتې یو شمېر لوړې سیمې هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

د فرانسې خبري اژانس د راټولو شوو شمېرو پر بنسټ، په دغو نښتو کې د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا (PLC) ۶۶ غړي او لږ تر لږه د یمن د انصارالله غورځنګ ۶۲ غړي وژل شوي او یو ملکي وګړی هم شهید شوی دی.

د انصارالله غورځنګ د حدیدې بندري ښار کنټرول په لاس کې لري، خو د باب‌المندب تنګي شاوخوا سیمې لا هم د دغه غورځنګ تر کنټرول لاندې نه دي؛ دغه غورځنګ هڅه کوي خپل نفوذ دې ستراتیژیک بندر ته پراخ کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button