سیمهنړۍ

د ایران په قشم ټاپو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي؛ د هرمز تنګي کې د ایران پر دفاعي پوستو د امریکا د برید ادعا

د ایران دولتي ټلوېزیون د هرمز تنګي ته څېرمه د قشم ټاپو کې د څو چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکړی دی؛ د دغه ټاپو یو شمېر اوسېدونکو هم ویلي، چې دوې الوتکې یې د قشم پر اسمان د الوتنې پر مهال لیدلې دي.

اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا متحده ایالتونو ځواکونو د هرمز تنګي کې پر ایراني اهدافو د «دفاعي» بریدونو په نوم بریدونه کړي دي؛ د دغه چارواکي په وینا، د ایراني ځواکونو هغه پوستې په نښه شوې دي، چې د ځمکې څخه هوا ته د توغندیو په وسیله یې د امریکا پوځي تجهیزات ګواښل.

په همدې مهال، د عمان په خصب ښار کې هم د شپږو چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو راپورونه خپاره شوي دي؛ ځینو راپورونو دغه چاودنې په هرمز تنګي کې د موجودو بېړیو پر لور د ایران د بېړیو ضد توغندیو له توغولو سره تړلې دي.

د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا بریدونه محدود ښکاري او داسې نښې نشته چې دغه هېواد دې په پراخه کچه بېرته پوځي نښتو ته ور وګرځي.

#قشم #هرمز_تنګی #ایران #امریکا #عمان #چاودنې #هوایي_بریدونه #سیمه_ییز_تاوتریخوالی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button