پاکستاني کارپوهانو او چارواکو د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه په یوه ناسته کې ټینګار وکړ چې د «شخړهمحور» چلند پر ځای باید پر خبرو اترو، اقتصادي همکاریو، سیمهییز اتصال او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پر اړیکو تمرکز وشي.
دغه ناسته د دولتي چارواکو، کارپوهانو، پخوانیو وزیرانو، اداري چارواکو، د پوهنتونونو پخوانیو رییسانو، د سوداګرۍ او بازرګانۍ د برخې د استازو او څېړونکو په ګډون، د پېښور پوهنتون د سیمهییزو مطالعاتو مرکز له خوا د ASPIRE-KP په همکارۍ جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو اوسني فرصتونه او ننګونې، او په سیمه کې د سولې او متقابل تفاهم د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړل شوې.
#افغانستان #پاکستان #د_افغانستان_او_پاکستان_اړیکې #پاکستان_افغانستان #سوله #سیمهییزه_همکاري #سفیر_تلویزیون







