افغانستان

په نیمروز کې په دوو ترافیکي پېښو کې دوه کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي

د نیمروز د ترافیکو مدیریت وايي، په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د نیمروز د ترافیکو مدیریت د پېښو امر سردارمحمد رحیمي ویلي، چې د شنبې ورځې (۱۴ سنبله ۱۴۰۵) سهار د نیمروز پر لویه لار د سپینې قرارګاه او شهید غازي پوستو په مربوطاتو کې د دوو فیلډر او لوکسل موټرو د اوښتو له امله یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي. ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په بله پېښه کې چې پرون د زرنج– دلارام لویې لارې په مسیر، د دلارام اړوند سیمه کې رامنځته شوې، دوه باروړونکو موټرو له یو بل سره ټکر کړی، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه نن یو لوی باروړونکی موټر (ټیلر) له سړک څخه اوښتی او چپه شوی، خو په دې پېښه کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button