افغانستانسیمه

افغانستان او ایران د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا د څانګې له مشر محمد رضا بهرامي سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.

متقي د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې پراخې وبللې او ټینګار یې وکړ چې دواړه هیوادونه کولی شي په مختلفو سکتورونو کې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازي هم دوه اړخیزې اړیکې مثبتې و ارزولې او د دواړو هیوادونو ترمنځ په مختلفو کچو کې د اړیکو او خبرو اترو دوام یې مهم وباله.

#افغانستان #ایران #امیرخان متقي #د بهرنیو چارو وزارت #دوه اړخیزې_اړیکې #سیمه #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button