افغانستان

د کندهار نړیوال هوايي ډګر د ترمینل او پارکینګ جوړولو چارې ۱۴ سلنه پرمختګ کړی دی

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د کندهار ولایت د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د ترمینل او پارکینګ جوړولو چارې د ۱۴ سلنه پرمختګ په لرلو سره په چټکۍ روانې دي.

 د دغه وزارت په وینا، د دې پروژې عملي چارې د روان کال د غويي په میاشت کې پیل شوې دي او ټاکل شوې چې په ۳۰ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 د دې پروژې ټولیز لګښت ۷۸۵ میلیونه، ۵۵۱ زره او ۳۱۵ افغانۍ دی او د «شمشاد بادین» ساختماني شرکت یې د پلي کولو مسوولیت پر غاړه لري

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button