نړۍ

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ د معلوماتو په خپرولو او د کلتورونو په انعکاس کې د دې رسنۍ پر رول ټینګار

د ټلوېزیون نړیواله ورځ هر کال د نومبر په ۲۱مه لمانځل کېږي؛ دا ورځ د معلوماتو په خپرولو، د عامه پوهاوي په لوړولو، د نړیوالو پېښو په انعکاس او د بېلابېلو کلتورونو په پېژندنه کې د دې رسنۍ پر رول ټینګار کوي.

 دغه ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړې او د ۲۰۵/۵۱ پرېکړه‌لیک پر بنسټ، د ۱۹۹۶ کال د ډسمبر په ۱۷مه ونومول شوه؛ دغه پرېکړه د هماغه کال د نومبر په ۲۱مه او ۲۲مه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ټلوېزیون د لومړۍ نړیوالې غونډې له جوړېدو وروسته وشوه.

 ملګرو ملتونو د دې ورځې په نومولو سره د شخړو، سولې او امنیت، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په اړه د عامه پوهاوي او د ملتونو ترمنځ د کلتوري تبادلې په پیاوړتیا کې د ټلوېزیون پر رول ټینګار کړی دی؛ د ډیجیټلي پلېټفارمونو له پراختیا او د خپرونو د لیدلو د لارو چارو له بدلون سره سره، ټلوېزیون لا هم په نړۍ کې د اړیکو او معلوماتو د خپرولو له مهمو وسیلو څخه ګڼل کېږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button