افغانستان
په لغمان او غور کې دوې ترافیکي پېښې؛ ۱۲ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي
د لغمان او غور ولایتونو په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۱۲ کسانو ژوند بایللی او ۱۸ نور، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، ټپیان شوي دي.
لومړۍ پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار، د قرغیو ولسوالۍ اړوند د لغمان دروازې ته نږدې د «مشلې» په سیمه کې رامنځته شوې ده. په دې پېښه کې یوه سراچه موټر له زرنج سره ټکر کړی چې له امله یې اووه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
په دویمه پېښه کې د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د «تلخک» په سیمه کې یو فلانکوچ مسافر وړونکی موټر له سړک څخه اوښتی دی. د ځايي چارواکو په وینا، په دې پېښه کې پنځه کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.








