نړۍ
د سوېفټ فضايي ټلسکوپ د ژغورلو لپاره د ناسا هڅې ناکامې شوې
د سوېفټ (Swift) فضايي ټلسکوپ له ۲۲ کلونو فعالیت وروسته، چې د ځمکې په مدار کې یې ترسره کړی، د له منځه تلو له خطر سره مخ شوی دی.
ناسا د روان میلادي کال په پیل کې د دغه ټلسکوپ د ژغورلو لپاره یوه امریکايي شرکت ته دنده سپارلې وه، څو د یوې ځانګړې فضايي بېړۍ په توغولو سره ټلسکوپ ونیسي او لوړې مدار ته یې ولېږدوي؛ خو د ژغورونکې فضايي بېړۍ کنټرول له لاسه ووت او دغه ماموریت ناکام شو.
#ناسا #فضا #سوېفټ_ټلسکوپ #ټکنالوژي








