په نړۍ کې د اټومي وسلو لګښت په کال کې ۱۱۹ ملیارد ډالرو ته رسیدلی
د اټومي وسلو د له منځه وړلو نړیوال کمپاین (ICAN) لخوا یو نوی راپور ښیې چې د اټومي وسلو لرونکو هیوادونو په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو اټومي وسلو د پراختیا، ساتنې او عصري کولو لپاره ټولټال ۱۱۹ ملیارد ډالر مصرف کړي دي.
د راپور له مخې، دا شمیره په هره ثانیه کې د شاوخوا ۳،۷۶۸ ډالرو مصرف سره مساوي ده او له هغه وخت راهیسې چې سازمان په ۲۰۲۰ کال کې د دې لګښتونو څارنه پیل کړې، ترټولو لوړه ثبت شوې ده.
راپور ښیي چې د نهو اټومي وسلو لرونکو هیوادونو اټومي لګښتونه، په شمول د متحده ایالاتو، روسیې، چین، فرانسې، انګلستان، هند، پاکستان، شمالي کوریا او اسراییل، د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا ۱۹ سلنه زیات شوي دي.
د دې نړیوال سازمان متخصصینو د اټومي بودیجې زیاتوالی په ټوله نړۍ کې د پوځي سیالۍ او امنیتي اندیښنو د شدت نښه بللې ده.
#اټومي وسلې #نښه #پوځي لګښتونه #امریکا #روسیه #چین #نړۍ








