د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لي جيان، اعلان کړی چې د چین د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنیو چارو د کمېسیون دفتر مشر وانګ يي، په بیجینګ کې د سعودي عربستان د ملي امنیت له سلاکار مساعد بن محمد العیبان سره لیدنه او خبرې کړې دي.
چین له سعودي عربستان سره د اړیکو پراختیا په منځني ختیځ کې د خپلې ډیپلوماسۍ له لومړیتوبونو ګڼلې او د دوه اړخیزو همکاریو د لا پراختیا لپاره یې چمتووالی څرګند کړی دی.
د لي جيان په وینا، د منځني ختیځ او خلیج اوسنی وضعیت یو ځل بیا د جګړې او سولې ترمنځ حساسې مرحلې ته رسېدلی دی؛ چین له ټولو لورو غوښتي چې خپل اختلافونه د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل کړي او دښمنۍ پای ته ورسوي.
چین همدارنګه په سیمه کې د انرژۍ او سمندري لېږد رالېږد لارو پر امنیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې چمتو دی، له سعودي عربستان او نورو لورو سره په همغږۍ په سیمه کې د تلپاتې ثبات د ټینګښت لپاره مرسته وکړي.








