د ترکمنستان له لارې د روسیې د تاتارستان جمهوریت او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ یو نوی دهلیز جوړیږي.
د کازان خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې دهلیز د پیل لپاره د افغانستان، تاتارستان او ترکمنستان ترمنځ درې اړخیزه تړون به راتلونکې میاشت د کازان اقتصادي فورم په څنډه کې لاسلیک شي.
په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم خبیبولین وویل چې دا لاره کولی شي د روسیې او افغانستان ترمنځ د توکو لیږد اسانه کړي او د اروپایي او آسیایي شرکتونو لخوا هم کارول کیدی شي چې د ډیرو باوري ټرانسپورټي لارو په لټه کې دي.
دا پلان په داسې وخت کې راځي چې د “شمال-جنوب” لاره په ایران کې د شخړو له امله له جدي ننګونو سره مخ ده.
افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې له تاتارستان څخه د ۵۱.۷ ملیون ډالرو په ارزښت حلال محصولات واخیستل، چې د تیر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی دی.
د افغانستان خصوصي سکتور هم د دې نوي دهلیز فعالول د هیواد د ټرانزیټ پراختیا او اقتصادي ودې لپاره خورا مهم ګڼي.








