د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال احمد شریف چوهدري هغه څرګندونې، چې ویلي یې وو «افغانستان یو دولت نه دی»، د دښمنۍ او پاروونکو څرګندونو په توګه بللې دي.
خلیلزاد د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ ویاند د نړیوالو قوانینو له مخې په تېروتنه کې دی؛ ځکه افغانستان د پاکستان له رامنځته کېدو څو پېړۍ وړاندې هم د یوه هېواد په توګه شتون درلود.
هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغانستان په اړه خپله له خطرونو ډکه او ناکامه تګلاره بدله کړي.
خلیلزاد ټینګار کړی، چې افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري او باید د مثبتو او رغنده اړیکو د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.








