سیمهنړۍ

مجاهد: د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې کارولو په اړه د روبیو څرګندونې یو اړخیزې دي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان د خاورې د پاکستان پر ضد کارولو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څرګندونې یو اړخیزې بللې او ویلي یې دي چې روبیو په دې اړه د پاکستان پر معلوماتو تکیه کړې ده.

مجاهد زیاته کړې، چې اسلامي امارت د منځګړیتوب له لارې د ترینګلتیاوو سوله‌ییز حل ته ارزښت ورکوي، خو د نوموړي په وینا، پاکستان د نښتو پیل کوونکی دی. هغه ټینګار کړی، چې اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې څخه د هېڅ هېواد پر ضد کار واخیستل شي.

مارکو روبیو تر دې مخکې د جي شل ډلې د غونډې په څنډه کې ویلي وو، چې پاکستان د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو په اړه اندېښنه لري او اسلامي امارت د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه نه دي پورته کړي.

#افغانستان #پاکستان #مارکو_روبیو #ذبیح_الله_مجاهد #سیمه‌ییزې_ترینګلتیاوې

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button