نړۍ
شمالي کوریا د خوشهیي سرګلولې لرونکي بالستیک توغندي د بریالۍ ازموینې خبر ورکړ
د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه هېواد د خپلو تاکتیکي بالستیک توغندیو د اغېزمنتیا د ارزونې په موخه د وسلو یوه نوې ازموینه ترسره کړې ده.
د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، یاده ازموینه د «معیاري ډول ۲» په نوم د پرمختللو توغندیو د فعالیت د ارزونې لپاره په واقعي جګړهییزو شرایطو کې ترسره شوې ده.
د راپور پر بنسټ، د دغو توغندیو خوشهیي سرګلوله کولای شي له ۱۲ تر ۱۳ هکټاره پورې ساحه تر پوښښ لاندې راولي او ویجاړه یې کړي.








