افغانستانسپورت

افغانستان د فوټبال د ۱۵ کلنو په لومړي نړیوال جام کې ۸۳م مقام خپل کړ

د افغانستان د فوټبال د ۱۵ کلنو ملي لوبډلې د سیالیو د کوربه هېواد، اذربایجان، پر وړاندې د پنالټیو په ضرباتو کې له بریا وروسته، د فیفا د ۱۵ کلنو د فوټبال د لومړي نړیوال جام او فوټبال فېسټېوال سیالۍ پای ته ورسولې او د ۱۸۹ ګډونوالو هېوادونو ترمنځ یې ۸۳م مقام خپل کړ.

د افغانستان ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د ۸۳م مقام د خپلولو په موخه د باکو ښار په لوبغالي کې له اذربایجان سره لوبه وکړه، چې په ټاکلي وخت کې دواړه لوبډلې ۳-۳ مساوي شوې؛ خو افغانستان د پنالټیو په ضرباتو کې د ۳-۲ په پایله کې بریا خپله کړه.

افغان لوبډلې د دغو سیالیو په لړ کې د سیرالیون، جیبوتي، سوډان، نامیبیا، هند او اذربایجان پر وړاندې شپږ بریاوې خپلې کړې، خو د ترکیې، روسیې، تایلنډ او هنګري پر وړاندې یې ماتې وخوړې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د هسپانیې لوبډلې د ۳-۰ په پایله کې د چک جمهوریت لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶ کال د فیفا د ۱۵ کلنو د فوټبال د لومړي نړیوال جام او فوټبال فېسټېوال اتلولي یې خپله کړه.

#فوټبال #افغانستان #۱۵کلن #فیفا #نړیوال_جام_۲۰۲۶

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button