سیمه

یحیی سریع: سعودي عربستان په ۲۴ ساعتونو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو ۱۰۱ بریدونه کړي

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع ادعا کړې چې سعودي عربستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو ۱۰۱ توغندیز او هوايي بریدونه کړي دي.

د سریع په وینا، د یمن پلازمېنه صنعا او د ضالع، تعز، حدیده، ذمار، مأرب، صعده، جوف، عمران او لحج ولایتونه د دغو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

#یمن #سعودي_عربستان #هوايي_بریدونه #صنعا

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button