افغانستان

هبت‌الله اخندزاده د دیني علومو پر زده‌کړې، په نیت کې پر اخلاص او استادانو ته پر درناوي ټینګار وکړ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، ویلي چې د افغانستان د اسلامي امارت مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې د جهادي مدرسې په غونډه کې د دیني علومو د زده‌کړې، د ټولنې د اصلاح او د علماوو د مسوولیت په اړه وینا کړې ده.

د ښاغلي فطرت په وینا، هبت‌الله اخندزاده ټینګار کړی چې د دیني علومو د زده‌کړې موخه باید د دین پېژندل، د هغه پر لارښوونو عمل کول او نورو ته د پوهې لېږدول وي، نه د مقام او دنیوي امتیازونو ترلاسه کول.

هغه علم د ټولنې د اصلاح او د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره اړین بللی او له دیني علماوو او طالبانو یې غوښتي چې د زده‌کړو بهیر ته دوام ورکړي او خپله پوهه له خلکو پټه نه کړي.

د اسلامي امارت مشر همدارنګه پر زده‌کړو دوام، په علمي او فقهي غونډو کې پر ګډون، د دیني مدرسو د مقرراتو پر رعایت او استادانو ته پر درناوي ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې له تکبر څخه ډډه وکړي او د خپلې پوهې د زیاتولو لپاره هڅې وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button