امریکايي او اسرائيلي چارواکي وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائيلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تېره اوونۍ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر ایران د پوځي بریدونو د بیا پیلولو د احتمال په اړه خبرې کړې دي.
د آکسیوس د راپور له مخې، چې د دغو چارواکو په حواله خپور شوی، نتانیاهو په وروستیو ورځو کې له امنیتي او استخباراتي چارواکو سره په غونډو کې ادعا کړې چې تر ټاکنو مخکې پر ایران د احتمالي برید موضوع ټرمپ مطرح کړې وه.
د دغو خبرو د محتوا او د دواړو لورو له خوا د بریدونو د بیا پیلولو په اړه د احتمالي پرېکړې نور جزئیات نه دي خپاره شوي.








