افغانستاننړۍ

یوناما: په کونړ او هلمند کې په هوايي بریدونو کې ۱۰ ملکي وګړي شهیدان شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د تلې میاشتې په ۹مه په کونړ او هلمند ولایتونو کې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان وو، شهیدان او ۹ نور ټپیان شوي دي.

یوناما په خپله اعلامیه کې دا بریدونه په مستقیم ډول پاکستان ته نه دي منسوب کړي؛ خو د پولې پورې غاړې د نښتو له امله د ملکي وګړو د زیانمنېدو د دوام په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د کمولو، خبرو اترو، د نړیوالو قوانینو د رعایت او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button