نړۍ

څېړونکي خبرداری ورکوي؛ اټومي جګړه او مصنوعي ځیرکتیا تر ۲۱۰۰ کال پورې د بشریت بقا ګواښلی شي

د څېړونکو یوې ډلې په یوه راپور کې چې په «لنست» علمي مجله کې خپور شوی، خبرداری ورکړی چې اټومي جګړه او د مصنوعي ځیرکتیا ویجاړوونکې کارونه کولای شي، له نورو نړیوالو ګواښونو سره یوځای، په راتلونکو لسیزو کې د بشریت بقا له جدي خطرونو سره مخ کړي.

په دې راپور کې د انسانانو روغتیا ته ۱۷ لوی ګواښونه په ګوته شوي دي چې له ډلې یې د اقلیم بدلون، د هوا ککړتیا، د ماشومانو خوارځواکي او د نړیوالو مرستو کمېدل یادولای شو.

د څېړونکو په وینا، دغه خطرونه له یو بل سره تړاو لري او پر وړاندې یې مبارزه نړیوالې همکارۍ او همغږو اقداماتو ته اړتیا لري. هغوی ټینګار کړی چې د دغو ګواښونو د هر یوه د کمولو لپاره لارې چارې شته او د اوسنیو مشرانو پرېکړې کولای شي د راتلونکو نسلونو پر روغتیا او هوساینې اغېز وکړي.

په دې ارزونه کې د راتلونکو احتمالي خطرونو په اړه خبرداری ورکړل شوی، خو دا په دې معنا نه ده چې د بشریت انقراض به تر ۲۱۰۰ کال پورې حتمي وي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button