سیمه
په ترکیه کې خونړۍ ترافیکي پېښه؛ ۱۱ کسان مړه او ۲۷ ټپیان شوي
د ترکیې په لوېدیځ کې د مانیسا ولایت په مربوطاتو کې د یوه باروړونکي موټر او د سیلانیانو د لېږدولو بس د ټکر له امله ۱۱ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د یکشنبې په ورځ، د تلې په ۱۹مه، د اخیسار سیمې ته څېرمه، د لویې لارې د ننوتلو په دروازه کې رامنځته شوې ده.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د مانیسا د والي دفتر ویلي چې بس له بورسا ښار څخه د ازمیر پر لور روان و، چې له باروړونکي موټر سره ټکر شو. ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي او د دوو تنو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې، پولیس او د اور وژنې کارکوونکي لېږل شوي دي او د پېښې د لامل معلومولو لپاره څېړنې روانې دي. سیمهییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې وروستی لامل نه دی اعلان کړی.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








