افغانستان
په شبرغان او لښکرګاه کې د سوداګریز مارکېټ او استوګنیز مرکز د جوړولو طرحې وڅېړل شوې
د بینالوزارتي پانګونې کمېټې دورهيي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې په ۱۴مه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه او د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښاروالۍ پر ځمکه د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه وڅېړل شوه.
له هر اړخیز بحث وروسته، ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې دغه طرحه وڅېړي او خپل راپور د بینالوزارتي پانګونې کمېټې ته وړاندې کړي.
همداراز، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحیه کې د اوبو او انرژۍ وزارت پر ځمکه د یوه استوګنیز او سوداګریز مرکز د جوړولو طرحه هم وڅېړل شوه او اړوندې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې دغه طرحه د اسلامي امارت د مشر د حکم له مخې ترتیب او بیا یې د پانګونې کمېټې ته وړاندې کړي.








