افغانستان

درې‌ګونې امنیتي پلاوي د هېواد شمال‌لوېدیځو غرنیو سیمو او بامیانو ته سفر وکړ

د بلخ ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د درې‌ګونو امنیتي او نظامي مسوولینو یو لوړپوړی پلاوی، د بلخ د والي ملا محمد یوسف وفا په مشرۍ، د هېواد په شمال‌لوېدیځ کې ۱۲ غرنیو ولسوالیو او د بامیانو ولایت یو شمېر سیمو ته سفر کړی دی.

په دغه پلاوي کې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، عمومي استخباراتو ریاست مسوولینو، د بلخ او سرپل امنیه قوماندانانو، د بلخ د هوايي لوا قوماندان او یو شمېر نظامي، امنیتي او ملکي مسوولینو ګډون کړی و.

دغه پلاوي په بلخ کې د البرز، زارع، کشنده، سپین‌خاک، شولګرې، مارمل او چارکنت؛ په سرپل کې د الجهاد، ګوسفندي او بلخاب؛ په سمنګان کې د دره‌صوف بالا او دره‌صوف پایین؛ او په بامیانو کې د کهمرد، سیغان، بند امیر، یکاولنګ لومړۍ او دویمې ولسوالۍ او د بادخانه کوتل له سیمو څخه لیدنه وکړه او بامیان مرکز ته د تلونکو لارو په اوږدو کې یې له مسوولینو، علماوو، ځوانانو او اوسېدونکو سره هم لیدنې او خبرې وکړې.

اوسېدونکو په دغو لیدنو کې د سړکونو، ښوونځیو او مدرسو وضعیت ته د لا ډېرې پاملرنې، په ولسوالیو کې د ۵۰ بستریز روغتونونو د جوړولو د چارو د چټکتیا، د کانونو د استخراج د شفافیت، د اوبو د برابرولو او لېږد او د اوبو رسولو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

لېږل شوي پلاوي ویلي، چې د اوسېدونکو ستونزې او غوښتنې ثبت شوې او د رسېدنې لپاره به اړوندو مسوولینو ته ولېږدول شي؛ دغه پلاوي همداراز د ادارو ترمنځ پر همغږۍ، له امنیتي بنسټونو سره د خلکو پر همکارۍ او اوسېدونکو ته د لا ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کړی دی.

د بلخ ولایت مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، چې دغه پلاوي تر دې مخکې هم یو شمېر لرې پرتو سیمو ته سفر کړی او د اوسېدونکو ستونزې یې د تعقیب او رسېدنې لپاره ثبت کړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button