افغانستان
په مزارشریف کې نږدې ۶۰۰ جریبه ځمکه دولتي ثابته شوه
د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د مزارشریف ښار په ۱۲مه ناحیه کې د «خاتمالانبیا پروژې» اړوند نږدې ۶۰۰ جریبه ځمکه، په شمال زون کې د غصب شویو دولتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې د ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې، دولتي ثابته شوې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، «متصرفان» مکلف شوي چې یاده ځمکه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته وسپاري.
#مزارشریف #بلخ #ځمکه #د_عدلیې_وزارت #د_ځمکو_غصب #خاتم_الانبیا








