افغانستاننړۍ

د کډوالۍ نړیوال سازمان: له پاکستان څخه څه باندې ۴۳۹ زره افغانان بېرته ستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د دویمې ربعې په موده کې له پاکستان څخه څه باندې ۴۳۹ زره افغان وګړي بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، د دغو کسانو ۹۰ سلنه په خپله خوښه او ۱۰ سلنه نور د پاکستاني چارواکو له لوري تر ایستلو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې په دې موده کې د بېرته راستنو شویو افغانانو ۹۷ سلنه کسانو له نیول کېدو وېره د خپل بېرته ستنېدو اصلي لامل بللی دی۰

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button