نړۍ
په غور کې د اوبو رسولو درې شبکې فعالې شوې؛ له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري
د غور ولایت سیمه ییزو سرچینو اعلان وکړ چې په مرغاب، چهارصدیق او فیروزکوه ولسوالیو (ولایتي مرکز) کې د اوبو رسولو درې شبکې بشپړې شوې او فعالې شوې دي.
د غور د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو د دفتر مشر ذبیح الله غوث زاده وویل چې دا پروژې د شورابه (مرغاب)، پاین تګاب غلامین (فیروزکوه) او سنګ زرد، نوه تنګ او منګ (چهارصدیق) په کلیو کې پلي شوي دي.
په دې پروژو کې د ۱۷۶ متر مکعب ظرفیت لرونکي د اوبو د ۶ زیرمو جوړول، د ۵۰ لمریزو تختو نصبول، د ۶۴۵ اوبو نلونو او د ۳۵،۰۹۶ مترو پایپ لاینونو جوړول شامل دي، او لګښت یې ۲۶،۴۹۷،۶۹۳ افغانۍ دی.
د دې شبکو په کارولو سره، په پورته ذکر شویو سیمو کې ۱۰۲۲ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند.
ځایی اوسیدونکو د دې پروژو هرکلی کړی او وايي چې د څښاک د اوبو په برابرولو کې د دوی اوږدمهاله ستونزې حل شوې دي.








