د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د دویمې ربعې په موده کې له پاکستان څخه څه باندې ۴۳۹ زره افغان وګړي بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، د دغو کسانو ۹۰ سلنه په خپله خوښه او ۱۰ سلنه نور د پاکستاني چارواکو له لوري تر ایستلو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې چې په دې موده کې د بېرته راستنو شویو افغانانو ۹۷ سلنه کسانو له نیول کېدو وېره د خپل بېرته ستنېدو اصلي لامل بللی دی۰








