افغانستانسیمه

د بلخ والي او د ترکیې سفیر د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

الحاج ملا محمدیوسف وفا، د بلخ والي، د پنجشنبې په سهار (د ۱۴۰۵ کال د تلې ۱۶مه) په افغانستان کې د ترکیې له سفیر، سادین آیلدز، سره ولیدل او د دواړو لورو، په ځانګړې توګه د بلخ او ترکیې ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا یې خبرې وکړې.

د بلخ د والي د ویاند په وینا، په دې لیدنه کې د بلخي سوداګرو او هغو ناروغانو لپاره چې درملنې په موخه ترکیې ته د سفر اړتیا لري، د ویزو د ورکړې بهیر پر اسانتیا او همدارنګه د دواړو لورو ترمنځ د اسلامي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا بحث وشو.

په دې لیدنه کې په بلخ کې د ترکیې جنرال قونسل، د مزارشریف ښاروال او په بلخ کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ رییس هم حضور درلود.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button