د ټرمپ د پوځي ځواک ښودنې پر وړاندې د چین د ځواک ننداره؛ د شي جینپینګ سړه رویه
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د اندروز په ګډې پوځي اډې کې د شي جینپینګ د هرکلي پر مهال د دوو «B-1» بم غورځوونکو الوتکو په الوتلو سره هڅه وکړه چې د امریکا پوځي ځواک وښيي؛ هغه اقدام چې په رسنیو کې د چین د ولسمشر پر وړاندې د ځواک ښودنې هڅه بلل شوې ده.
له بلې خوا، په خپرو شویو انځورونو کې د شي جینپینګ ارام او له هر ډول نندارې پرته غبرګون د ډېرو پام ځان ته اړولی او ځینو رسنیو دا د واشنګټن د پوځي ځواک د نندارې پر وړاندې د چین د ولسمشر د متفاوت چلند نښه بللې ده.
ټرمپ هم د معمول خلاف، د اندروز اډې په هوايي ډګر کې د چین ولسمشر ته په خپله هرکلی وکړ؛ هغه اقدام چې د دواړو هېوادونو د اړیکو او د شي جینپینګ د دریځ په تړاو د دې لیدنې اهمیت څرګندوي.
په همدې حال کې، په ټولنیزو شبکو کې د دې لیدنې انځورونو ته د «د چین د ځواک ننداره او د ټرمپ د ځواک ښودنې بېاغېزې پاتې کېدل» په تړاو بېلابېل تعبیرونه ورکړل شوي دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








