افغانستان

په بغلان کې د سرغړونو له امله ۲۹ خصوصي روغتیايي مرکزونه مهرولاک شول

د بغلان د عامې روغتیا ریاست وایي، چې د دغه ولایت د خوست‌وفرنګ او بندر نور ولسوالیو کې د ۶۷ خصوصي روغتیايي مرکزونو د څارنې پر مهال، ۲۹ مرکزونه د روغتیايي قوانینو او مقرراتو د نه مراعاتولو له امله مهرولاک شوي دي.

د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې، د دې څارنې موخه د روغتیايي قوانینو پلي کول، د غیرمجازو روغتیايي مرکزونو د فعالیت مخنیوی او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والی بلل شوی دی.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولان زیاتوي، چې د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو د څارنې او ارزونې لړۍ به هم دوام وکړي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button