لبناني رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائیلي رژیم پوځ د جنوبي لبنان پر سیمو د شپنیو بریدونو په دوام کې، د زوطر الشرقیه، کفرتبنیت او نبطیه فوقا په ګډون پر څو سیمو بریدونه کړي او په دغو سیمو کې چاودنې شوې دي.
اسرائیلي جنګي الوتکو د المنصوري ښارګوټي دوه ځله بمبار کړی؛ وادي السلوقي او د القنطره او نبطیه فوقا ښارګوټي هم د شپنیو بریدونو له هدفونو څخه بلل شوي دي.
د لبناني رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جنوبي لبنان په بېلابېلو سیمو کې د توپچي بریدونو ۲۸ پېښې، ۱۴ چاودنې، د تصفیې ۶ عملیات، د سرتېرو او پوځي وسایطو د نفوذ او خوځښت ۴ پېښې او ۸ هوايي بریدونه ثبت شوي دي.
دغو رسنیو همداراز راپور ورکړی چې پر کورونو او شتمنیو اور اچول شوی، ملکي وسایل، چې د انټرنېټ او سولر وسایل هم پکې شامل دي، ویجاړ شوي او د حلتا سیمې یو شمېر اوسېدونکي هم نیول شوي او تر پوښتنو ګروېږنو لاندې راوستل شوي دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








