محمد شریفالله، هغه افغان وګړی چې د ۲۰۲۱ کال د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د برید په تړاو تورن شوی و، د چهارشنبې په ورځ په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو.
د راپورونو پر بنسټ، شریفالله د اپرېل په میاشت کې د امریکا د فدرالي منصفه پلاوي له خوا له داعش خراسان سره د مادي مرستې د برابرولو په جرم مجرم وپېژندل شو؛ هغه له اېفبياې سره په مرکه کې هم اعتراف کړی و چې شاوخوا یوه لسیزه یې له دې ډلې سره د لسګونو بریدونو په پلانولو کې مرسته کړې ده.
خو منصفه پلاوی دې پایلې ته ونه رسېد چې ایا د شریفالله مستقیمې مرستې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل هوايي ډګر په برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړو په وژل کېدو کې رول درلود که نه.
#محمد_شریفالله #افغانستان #امریکا #داعش_خراسان #کابل_هوايي_ډګر #کابل_برید








