په غور کې د جام تاریخي منار د استحکامبخښنې بهیر د چټکتیا ټینګار
د غور د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحی زعیم د جام تاریخي منار د مرکزي ستنې د استحکامبخښنې د چارو د څارنې لپاره شهرک ولسوالۍ ته سفر کړی او د آغاخان فرهنګي بنسټ له متخصصینو او د دې تاریخي ودانۍ د ترمیم له مسوولو انجنیرانو سره یې لیدلي دي.
ښاغلي زعیم د یونیسکو او آغاخان فرهنګي بنسټ له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ له انجنیرانو غوښتي، چې د جام منار د ترمیم او استحکامبخښنې چارې په لا ښه کیفیت او زیاتې چټکتیا سره پر مخ یوسي، څو د دغه تاریخي اثر د لا زیاتې ویجاړۍ مخه ونیول شي.
نوموړي د جام منار ترڅنګ د هریرود سیند پر سر د هوايي پله د جوړولو له بهیر څخه هم لیدنه کړې او د دې پل د جوړولو د چارو د ښه والي لپاره یې، چې موخه یې سیلانیانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول دي، لازمې لارښوونې کړې دي.
د جام منار د مرکزي ستنې د استحکامبخښنې او تر څنګ یې د هوايي پل د جوړولو چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا، د یونیسکو او آغاخان فرهنګي بنسټ په همغږۍ پیل شوې او اوس هم روانې دي.







