راپورونه: یمني ځواکونه پر «الخَوخه» ښار واکمن شوي او د «المخا» پر لور یې پرمختګ کړی
لومړني راپورونه ښيي چې یمني ځواکونه د الحدیده ولایت ساحلي «الخَوخه» ښار ته داخل شوي او د «حیس» ښار له نیولو وروسته یې د لوېدیځو ساحلي سیمو په اوږدو کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړی دی.
همداراز ویل شوي چې یمني ځواکونه د «خالد» پوځي اډې تر کنټرول لاندې راوستلو وروسته د «النار» غرونو ته رسېدلي او له سعودي عربستان سره د تړلو ځواکونو سره په نښته کې ښکېل شوي دي؛ ځايي سرچینو د دې غرونو شاوخوا د سعودي عربستان د هوايي بریدونو خبر ورکړی، څو د یمني ځواکونو د «المخا» بندر پر لور د پرمختګ مخه ونیول شي.
په همدې مهال، «صابریننیوز» رسنۍ د «الیختل» سیمې څخه د سعودي عربستان سره د تړلو یو شمېر ځواکونو د تېښتې او تسلیمېدو خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې یمني ځواکونه دې سیمې ته داخل شوي او د المخا بندر په لور یې تر ۱۵ کیلومترو پورې پرمختګ کړی دی.
همداراز د یمن د پوځ له لوري د المخا په سیمه کې د سعودي عربستان سره د تړلو ځواکونو پر مورچو د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو راپورونه هم خپاره شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم یوه ویډیو خپره شوې چې پکې لیدل کېږي، د سعودي عربستان سره تړلي ځواکونه تښتي او الخوخه ښار ته د یمني ځواکونو له ننوتلو وروسته په سړکونو کې خپلې درنې وسلې پرېږدي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.







