ملګري ملتونه وایي، په اوسنیو شرایطو کې د دغه سازمان تمرکز د افغانستان له خلکو سره پر مرستې او ملاتړ دی او له خپلو شریکانو سره په ګډه په ټول هېواد کې د بشري مرستو او د ژوند ژغورونکو خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکوي.
دغه سازمان زیاته کړې، افغانستان له یوه پراخ بشري ناورین سره مخ دی او میلیونونه کسان له خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.
ملګري ملتونه او شریکان یې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او د اساسي خدمتونو د ملاتړ لپاره له نړیوالې ټولنې څخه له افغانستان سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
ملګري ملتونه پر دې هم ټینګار کړی چې د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، حقونو ته درناوی وشي.








