افغانستانسپورت

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له ۲۰ کلونو کم عمره لوبډلې بحرین ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له ۲۰ کلونو کم عمره لوبډلې د اسیا د ملتونو جام سیالیو د مقدماتي پړاو په خپله وروستۍ لوبه کې د کوربه هېواد، بحرین، لوبډلې ته د ۳-۱ په پایله کې ماتې ورکړه.

دغه لوبه په بحرین کې ترسره شوه او د افغانستان ملي لوبغاړو د درېیو ګولونو په وهلو سره د سیالیو کوربه هېواد ته ماتې ورکړه.

د افغانستان له ۲۰ کلونو کم عمره لوبډلې تر دې لوبې مخکې د اردن او تاجکستان له ملي لوبډلو څخه ماتې خوړلې وه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button