پسکوف: روسیه، امریکا او چین د درې واړو هېوادونو د مشرانو د احتمالي لیدنې اجنډا جوړوي
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف وایي، روسیه، امریکا او چین د ولادیمیر پوتین، ډونالډ ټرمپ او شي جینپینګ د احتمالي لیدنې لپاره د اجنډا پر وړاندیزونو غور او کار کوي.
پسکوف ټینګار کړی چې د داسې غونډې د جوړېدو لپاره باید درې واړه لوري د بحث وړ موضوعاتو په اړه هوکړې ته ورسېږي؛ ځکه کېدای شي ځینې وړاندیزونه د یوه لوري لپاره د منلو وړ وي، خو د بل لوري لپاره مناسب نه وي.
د هغه په وینا، که دا لیدنه ترسره شي، د درې واړو هېوادونو د مشرانو خبرې اترې به د نړۍ پام ځان ته راواړوي.
د کرملین ویاند همداراز ویلي چې امریکا له خپلو اروپایي شریکانو سره د یوې امنیتي هوکړې په اړه خبرې کړې دي، خو روسیې په دې اړه له اروپایي ټولنې سره هېڅ ډول اړیکه نه ده نیولې.
نوموړي د امریکا په میامي ښار کې د G20 ډلې د مشرانو په غونډه کې د ولادیمیر پوتین د احتمالي ګډون په اړه ویلي چې لا هم په دې هکله د څرګندونو لپاره وختي دی؛ ځکه دا ډول سفرونه له لویو لوژستیکي ستونزو سره مل وي.
پسکوف د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې، د هغو سرتېرو د ماشومانو پالنه او چارو ته رسېدنه چې د اوکراین جګړې پر مهال وژل شوي، د روسیې د ولسمشر له مهمو او سپېڅلو لومړیتوبونو څخه بللې ده.








