افغانستاننړۍ

په مسکو کې د افغانستان سفیر د ختیځ اقتصادي مجمع په عمومي غونډه کې ګډون وکړ

مولوي ګل‌حسن حسن، په مسکو کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر، د روسیې په ولادیوستوک ښار کې د ختیځ اقتصادي مجمع په عمومي غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي د دې غونډې په څنډه کې د روسیې له لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک، د تاتارستان له مشر او د مسکو د لومونوسوف دولتي پوهنتون د اسیا او افریقا د مطالعاتو د انستیتوت له رییس الکسي ماسلوف سره لیدنې او خبرې وکړې.

په دغو لیدنو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو په اړه پر مهمو موضوعاتو خبرې او نظرونه تبادله شول.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button