د امریکا د کانګرس د څېړنو ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې له ایران سره د امریکا د پوځي عملیاتو پر مهال ۸۱ امریکايي الوتکې، چورلکې او بېپیلوټه الوتکې زیانمنې یا له منځه تللې دي؛ دغه لېست د رسنیو د راپورونو، د امریکا د جګړې وزارت او مرکزي قوماندانۍ د څرګندونو او د جګړې وزارت د سرمفتش د راپورونو پر بنسټ جوړ شوی دی.
د راپور له مخې، په دې لېست کې ۱۲ د F-15 جنګي الوتکې، یوه F-35، دوه A-10، اووه KC-135 د سونتوکو لېږدوونکې الوتکې، یوه E-3 Sentry، دوه MC-130J او ۴۵ MQ-9 بېپیلوټه الوتکې شاملې دي.
همداراز، یوه اپاچي چورلکه، یوه MQ-4 بېپیلوټه الوتکه، درې MQ-1 بېپیلوټه الوتکې، یوه د ژغورنې او مرستې چورلکه، څلور AH-6 چورلکې او یوه Sea Hawk چورلکه هم د زیانمنو یا له منځه تللو تجهیزاتو په توګه یادې شوې دي.
د امریکا د کانګرس په راپور کې ویل شوي چې دغه شمېرې ښايي د نویو معلوماتو له ترلاسه کېدو سره بدلون ومومي او ښايي د زیانمنو شویو ځینو الوتکو او چورلکو یو شمېر بېرته خدمت ته سپارل شوې وي.







