افغانستان
عبدالسلام حنفي: په افغانستان کې د اداري فساد نظام ړنګ شوی دی
د اداري چارو مرستیال، عبدالسلام حنفي ویلي دي چې د اسلامي امارت اقداماتو په هیواد کې د “اداري فساد نظام” ړنګ کړی دی.
ښاغلي حنفي زیاته کړه چې اسلامي امارت د ګاونډیو، سیمه ایزو او له سیمې څخه بهر هیوادونو سره ښې او باثباته اړیکې غواړي چې د نه لاسوهنې، اقتصادي تمایل، متقابل درناوي او د ګټې او ګټې همکارۍ پر بنسټ وي.
هغه ټینګار وکړ چې هیڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو، سیمه ایزو او له سیمې څخه بهر هیوادونو د امنیت پر ضد وکاروي.
#افغانستان #عبدالسلام_حنفي #اسلامي_امارت #بهرني_اړیکې #سفیر_ټی وی








