شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا ګډ تمرینونه غندي؛ د اټومي مخنیوي د پیاوړتیا ژمنه کوي
شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا راتلونکي پوځي تمرینونه پاروونکي بللي او خبرداری یې ورکړی چې په ځواب کې به “د مخنیوي نوې کچه” واخلي.
د شمالي کوریا رسمي کوریا مرکزي خبري اژانس راپور ورکړی چې پیونګ یانګ د امریکا، جاپان او سویلي کوریا ترمنځ پوځي همکاري په “اټومي اتحاد” بدله ګڼي او ویلي یې دي چې دوی به د نوي مخنیوي سره نوي ګواښونو ته ځواب ووایی.
امریکا او سویلي کوریا د اګست له ۱۷ څخه تر ۲۷ پورې د الچي فریډم شیلډ کلنۍ تمرینونه ترسره کوي، چې پکې به د ډرونونو، GPS جام کولو او سایبري بریدونو سره د مبارزې تمرینونه شامل وي.
شمالي کوریا د امریکا د نوې اټومي ستراتیژۍ په اړه هم نیوکه کړې، او ادعا یې کړې چې دا پالیسي د اټومي وسلو کارولو لپاره حد ټیټوي او کولی شي نړیوال امنیت “د اټومي جګړې حد” ته ورسوي.
دا په داسې حال کې راځي چې شمالي کوریا د چهارشنبې په ورځ د کوریا ټاپووزمې ختیځ ته د سمندر په لور د وانسان سیمې څخه یو بالستیک توغندی وتوغاوه.
#شمالي_کوريا #امریکا #جنوبي_کوريا #پوځي_تمرين #اټومي_وسله #سفير_ټي وي








