په کازان کې د ازبکستان قونسلګرۍ اعلان کړی چې د روسیې د تاتارستان جمهوریت کې د ډرون برید کې د دې هیواد اووه اتباع وژل شوي دي.
د رویټرز په وینا، دا برید د دوشنبې په ورځ د تاتارستان په نیژني کامسک ښار کې شوی او سیمه ییزو روسي چارواکو مخکې راپور ورکړی و چې لږترلږه ۱۳ کسان، په ګډون د یو ماشوم، وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي دي.
راپورونه ښیي چې په برید کې د نیژني کامسک د تیلو تصفیه خانې څخه یوه هم په نښه شوې وه.
د ازبکستان قونسلګرۍ تر اوسه د قربانیانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
#روسیه #ازبکستان #تاتارستان #نیژني کامسک #ډرون_حمله #اوکراین #سفیر_ټی وی








