افغانستانسیمه

هند: د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونې د نوي ډیلي او کابل اړیکو په اړه د اسلام آباد اندیښنې منعکسوي

د هند د بهرنیو چارو وزارت د هند او افغانستان اړیکو په اړه د پاکستان د پوځ د ویاند د وروستیو څرګندونو په ځواب کې، دا څرګندونې د نوي ډیلي او کابل ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه د اسلام آباد د “ناامنۍ او اندیښنې احساس” منعکس کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د سې شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې دا څرګندونې د هند او افغانستان په اړیکو کې د مخ په زیاتیدونکي او مثبت رجحان په اړه د پاکستان اندیښنه منعکسوي.

مخکې له دې، د افغانستان او هند اړیکو ته په اشارې سره، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري ویلي وو چې مسلمانان باید “کافرانو” سره ملګرتیا ونه کړي او د هند او افغانستان ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو په اړه یې هم ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستې وې.

هغه د پاکستان د اوږدې مودې تورونه هم تکرار کړل چې هند په هیواد کې د وسله والو فعالیتونو ملاتړ کوي؛ هغه ادعاوې چې نوي ډیلي تل رد کړې دي.

#هند #افغانستان #پاکستان #هند-افغانستان_اړیکې #سیمه ییزې_اړیکې #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button