افغانستان

د کابل-کندهار په لویه لاره د مسافر وړونکي بس چپه کېدو، لسګونه ټپیان

د زابل ولایت مرکز قلات ښار ته نږدې د کابل-کندهار په لویه لاره د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

د زابل د عامې روغتیا رییس میرویس افغان وویل چې د پیښې ټپیان د درملنې لپاره د زابل ولایتي روغتون ته لیږدول شوي او د پیښې اصلي لامل لا نه دی روښانه شوی.

د زابل د پولیسو د قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وویل چې د پیښې لومړنی لامل د موټر ډیر سرعت و او ویې ویل چې پیښه د پل سنګي په سیمه کې رامنځته شوې ده. د هغه په ​​وینا، د ټپیانو په منځ کې ۱۱ نارینه، درې ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

#زابل #ټرافیکي_حادثه #کابل_کندهار_لویه لاره #ټرافیکي #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button