افغانستان

مجاهد: د هیواد په بیلابیلو برخو کې څو تخصصي محکمې جوړې شوې دي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري کنفرانس کې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د سترې محکمې لاسته راوړنې تشریح کړې.

ښاغلي مجاهد وویل چې اوس مهال د ځمکو د غصب مخنیوي لپاره څلور تخصصي محکمې، په کابل کې د مخدره توکو د قضیو د حل لپاره یوه ابتدایه محکمه او د هیواد په بیلابیلو برخو کې شپږ استیناف محکمې فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه چې د دولتي کارمندانو د حقونو او تقاعد قضیو د حل لپاره محکمه، د اداري فساد د قضیو د حل لپاره محکمه او د غیر حاضرو اشخاصو د ملکیتونو د ارزونې محکمه هم په دې وروستیو کې تاسیس شوې او فعالیت یې پیل کړی دی.

#افغانستان #ستره محکمه #عدالت #سفیر تلویزیون

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button