افغانستان

د دفاع وزارت: د پروان-بامیان لویه لاره د سیلابونو وروسته د انجینرۍ ټیم لخوا بیرته پرانیستل شوه

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د پروان ولایت په غوربند، شینوارو او سیاګرد ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله، د پروان-بامیان لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د پروان لوا د انجینرۍ ټیم په خپل وخت راورسېد او د لارې له پاکولو وروسته یې لویه لاره د خلکو پر مخ پرانیسته.

د ملي دفاع وزارت ټینګار وکړ چې د اسلامي اردو ځواکونه په مختلفو حالاتو کې د خلکو په خدمت کې دي.

#Parwan #Bamyan #Parwan-Bamyan_Highway #Flood #MinistryofDefense

د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/34266

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button