نړۍ
ملګري ملتونه په سوډان کې د بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکوي؛ نیم ملیون بې ځایه شوي
په سوډان کې د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې ماموریت یوه غړي په هیواد کې بشري وضعیت “وحشتناک” وباله او خبرداری یې ورکړ چې کړکیچ خطرناکو کچو ته رسیدلی دی.
هغه وویل چې د “چټک ملاتړ ځواکونو” له بریدونو وروسته ملکي وګړي په سختو شرایطو کې دي او دې وضعیت جدي اندیښنې راپورته کړې دي.
د راپور له مخې، د “الابیع” او “الفشر” ښارونو خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او شاوخوا نیم ملیون خلک بې ځایه شوي دي.
ملګرو ملتونو هم زیربناوو ته د پراخ زیان راپور ورکړی او د العابیع ښار بشري وضعیت خطرناک بللی دی.
د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې ماموریت د شخړې له ښکیلو خواوو څخه غوښتي چې د شخړې د سیاسي حل او د کړکیچ د پای ته رسولو غوښتنو ته پام وکړي.
#سوډان #ملګري ملتونه #بشري بحران #کډوال #افریقا








