د بین الوزارتي پانګونې کمیټې په کابل کې د سوداګریز بازار جوړولو پلان د منلو وړ ګڼي
په خپله منظمه غونډه کې چې د مرمرې په ماڼۍ کې ترسره شوه، د بین الوزارتي پانګونې کمیټې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پورې اړوند ځمکې باندې د خصوصي سکتور لخوا د سوداګریز بازار جوړولو پلان بیاکتنه وکړه.
د “پرمختاګ” ویب پاڼې د راپور له مخې، د هر اړخیز بحث او ارزونې وروسته، دا پلان د تصویب وړ وټاکل شو او د راتلونکو مرحلو لپاره ومنل شو.
د دې پلان له مخې، خصوصي سکتور به په کابل ښار کې د ټولو اړینو اسانتیاوو سره سمبال د شپږ پوړیز سوداګریز بازار جوړولو لپاره شاوخوا ۱۱۸ ملیون افغانۍ پانګونه وکړي.
پدې غونډه کې، د کابل ښار په پنځمه ناحیه او د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د سوداګریزو بازارونو جوړولو پلانونه هم وڅیړل شول او د نورو مطالعاتو او ارزونو لپاره اړوندو وزارتونو ته واستول شول.
#افغانستان #کابل #پانګه اچونه #اقتصاد #خصوصي سکتور #پرمختاګ








