سیمه
امریکا به د لسو نویو اټومي ریکټرونو د جوړولو لپاره ۱۷.۵ ملیارد ډالر ځانګړي کړي
د امریکا د انرژۍ وزارت اعلان وکړ چې په ټوله امریکا کې به د لسو لویو اټومي ریکټرونو د جوړولو او کار ګړندي کولو لپاره ۱۷.۵ ملیارد ډالر پورونه ځانګړي کړي.
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رائټ وویل چې مالي تاسیسات کولی شي د نویو ریکټرونو د چلولو وخت درې کاله کم کړي.
د امریکا چارواکو ویلي چې د دې پروګرام هدف د انرژۍ تولید ظرفیت لوړول، د انرژۍ امنیت پیاوړی کول او په هیواد کې د مخ په زیاتیدونکي بریښنا اړتیاوې پوره کول دي.
#امریکا #اټومي_انرژي #اټومي_ریکټر #د_انرژۍ_ډیپارټمنټ #انرژي







